په هکله

د نشه ییزو توکو په هکله خبرې اترې یوه پر لیکه اسانتیا ده چې د هغې ننګونې په وړاندې غبرګون ښیي چې له ناقانونه نشه ییزو توکو څخه رامنځته شوې ده. د دغې اسانتیا له لارې داسې کیسې او مشاهدې سره شریکېږي چې کولی شي له مونږ سره مرسته وکړي څو د ناقانونه نشه ییزو توکو د کنټرول او د هغو له خوا د ډېرې ژوبلونې مخه ونیسي.

هرچاته ښه راغلاست ویل کېږي چې په دغو خبرو اترو کې ورګډ شي او مرسته په کې وکړي. مونږ له خلکو څخه غواړو چې خپلې کیسې ووایي – تاسو کولی شئ چې پرخپله ټولنه د نشه ییزو توکو اغېزه دریاده کړﺉ او له نورو سره مرسته وکړﺉ چې د ویډیو جوړولو، عکسونو اخیستلو او د موادو د ژباړلو له لارې خپلې کیسې ووایي او په دې توګه ډاډمنه کړي چې پیغام تر شوني بریده پورې ډېرو خلکو ته ورسېږي.

که غواړﺉ چې له دغې پروژې سره د یوه رضاکار په توګه مرسته وکړﺉ هیله ده چې volunteers@talkingdrugs.org ته برېښنالیک راولېږﺉ.
د نشه ییزو توکو په هکله خبرې اترې د ریلیز له خوا اداره کېږي. ریلیز د متحده پاچاهۍ (UK) د نشه ییزو توکو د کارپوهانو او د نشه ییزو توکو د قانون مرکز دی

 

Contacts

TalkingDrugs

Release

Fergusson House
124-128 City Road
London
EC1V 2NJ

T: +44 (0)20 7324 2978  
Email: info@talkingdrugs.org